چین مسلمانان د خوګ په خوړلو او شرابو په څښلو اړ کړي

راپورونه

چین مسلمانان د خوګ په خوړلو او شرابو په څښلو اړ کړي

329

د چین له ختیځ ژینجیانګ ایالت څخه رپوټونه وايي چې چینايي چارواکو مسلمانان د خوګ غوښې په خوړلو او شرابو په څښلو اړ کړي دي.

سیمه کې مېشتو قزاق مسلمانانو فري اسیا رادیو ته ویلي، چارواکو ورته ویلي وو که دوی د نوي کال مېلې (جشن) په شپنۍ ډوډۍ پروګرام کې ګډون و نه کړي، نو کمپونو ته به يې واستوي او بندیان به يې کړي. جشن کې خوراکونو کې د خوګ غوښه او شراب وړاندې کېدل.

یو کس ویلي، قزاق مسلمانانو هېڅکله د خوګ غوښه نه ده خوړلې. دغه کس زیاته کړې، ځینې کسان د خوګ غوښې خوړلو ته اړ شوي.

رسنۍ وايي، داسې تصویرونه شته چې ښيي چارواکي په کې د خوګ اومه (خامه) غوښه د اړمنو کسانو سره د مرستې په نوم په قزاق مسلمانانو وېشي.

د کاسي په نوم یوې قزاق ویلي، قزاق دغه مېلې نه نمانځي، ځکه دا د هن (HAN) بودايانو کلتور دی. دې زیاته کړې، موږ کوچنی او لوی اختر لرو.

وړاندې هم له چین څخه په مسلمانانو د زور زیاتي رپوټونه ورکړل شوي. ویل کېږي، تر یو میلیون پورې مسلمانان د زده کړو په مرکزونو ساتل کېږي او د فکر د بدلولو هڅه يې کېږي.

زیاتره خلک فکر کوي چې د اویغور مسلمانانو سیمه د منځنۍ اسیا سیمه ده نه د چین.

د چین حکومت وايي، دغه سیمه کې له بېلتونپالنې او دیني افراطیت وېرېږي.

 



اعلان