امریکايي جنرال: واقعیت دادی چې افغان جګړه مو بایللې

راپورونه

امریکايي جنرال: واقعیت دادی چې افغان جګړه مو بایللې

574

یو متقاعد امریکایي جنرال ویلي، طالبان د افغان جګړې ګټونکي دي.

برید جنرال ډان بولډس چې افغانستان کې د نهه شپېتو امریکايي پوځیانو مړینه يې په خپلو سترګو لیدلې زیاتوي، واقعیت دادی چې امریکا په افغانستان کې له پوځي اړخه دغه جګړه بایللې ده.

نوموړي یاهو نیوز ته ویلي، د دغه واقعیت زغمل به پوځیانو ته ترخه ګولۍ وي. نوموړی د دغې ترخې ګولۍ د خوړلو پړه په پالیسي جوړوونکو او امریکايي پوځي مشرانو ور اچوي.

دغه جنرال د افغان پوځ په اړه ویلي چې دا پوځ د امریکا له هوايي ملاتړ پرته جګړه ګټلای نه شي.

 



اعلان