د نړیوالو محصلینو د نه ورتګ له امله د امریکا اقتصاد ته ۴۲ میلیارده ډالر زیان اوښتی

راپورونه

د نړیوالو محصلینو د نه ورتګ له امله د امریکا اقتصاد ته ۴۲ میلیارده ډالر زیان اوښتی

193

د امریکا د دولتي شمېرو له مخې، تېر کال د هېواد په لوړو ښوونیزو ادارو کې د بهرنیو (نړیوالو) محصلینو شمېر اووه سلنه راکم شوی وو.

دا پرلپسې دویم کال دی چې د امریکا په پوهنتونونو او کالجونو کې د نړیوالو محصلینو شمېر راکمېږي. همدا لامل دی چې تېر کال د امریکا اقتصاد ته په مجموعي ډول دوه څلوېښت میلیارده ډالر زیان اوښتی دی.

په اکسفورډ پوهنتون کې د محصلینو د چارو کارپوه پروفېسر سمسن مارګنسن وايي، دې کې شک نه شته چې د دې لامل اړیکه د ولسمشر ډونلډ ټرمپ له ادارې سره تړلې ده.

د زده کړو نړیوال انسټيټوټ چې له محصلینو په امریکا کې د زده کړو د نه کولو لامل وپوښت، نو هغوی ورته د امریکا سیاسي چاپېریال او خرڅ مهم لاملونه وښودل.

د ویزې په درخواستونو (غوښتنو) کې ستونزې په امریکا کې د زده کړو د نه کولو لوی لامل په ګوته شوی، خو زیاتره کسانو په امریکا کې د ټولنیز او سیاسي چاپېریال په اړه اندېښنه هم څرګنده کړې او دا يې هلته د زده کړو مخ کې لوی خنډ بللی.

ځینې خلکو د خپل ځان د خوندیتوب په اړه اندېښنې څرګندې کړې دي.

له هند، سویلي کوریا، میکسیکو او سعودي څخه امریکا ته د ور تلونکو محصلینو په شمېر کې ډېر کموالی راغلی دی. د دې تر څنګ، له برتانيې، جرمني او فرانسې څخه هم د محصلینو شمېر لږ شوی، په داسې حال کې چې دا د امریکا ملګري هېوادونه هم دي.

پخوا په امریکا کې د نړیوالو محصلینو شمېر ډېر و. په ۲۰۰۰ کې د محصلینو شمېر پنځه لکه او په ۲۰۱۵ کې بیا دغه شمېر لس لکو (یو میلیون) ته ختلی و.

له دغو محصلینو څخه امریکا اقتصادي ګټه هم ترلاسه کوله او نورې نړۍ ته يې خپله څېره هم ښودله او په نورې نړۍ يې اغېز هم مونده.



اعلان