د مسکوناسته د هیلې او بريا روح اراموونکې تابلو

نظر او تحليل

د مسکوناسته د هیلې او بريا روح اراموونکې تابلو

300

له یوه لورې امریکایان له ولس کلنې جګړې ستومانه او د وتلو لاره برابروي او بل پلو ته له هر افغان سره په ذهن کې همدا یو سوال ګرزي چې که بهرنیان لاړ شي بیا به څه کیږي!

نویم کلونه به تکرار شي او له اوسني رژیم سره به د داکتر نجیب د رژیم لوبه وشي؛ داخلي قومي، ګوندي اوملیشيي جګړې به پیل شي

اوکه به بيا هيواد د پاکستان او ایران د سیالیو په میدان بدل شي، چې توپ اومرمۍ به يې د دغو هیوادونو وي خو غوښه او وینه به دافغان بشر وي!

د اسوالونه او اندیښني له هر عاقل او بالغ افغان سره دي، حتی چې لس کلن ماشومان هم پرې غږیږي.

 

خو دلته څو داسي توپيرونه شته دي چې له امله يې پورتنۍ اندیښني ډیرې په ځای نشو ګڼلای.

 پرته له دي چې ووايو چې دا د یویشتمې سلیزي لومړی نیمايي نوي شرایط او غوښتني لرې، بلکې له دې سره سره  دغه جنګ، مقاومت، ماتې او بریا هم بدله بڼه او ظروف لري، چې له امله يې اندیښني هم بدلې اونوې دي.

امریکايان که افغانستان پریږدي خو سیمه نه پریدي، چې له امله به يې چین،ایران او د سیمې يوشمېر نور هیوادونه له وتلو وروسته هم  د امریکا د سمیز شتون په اړه بي تفاوته نه وي چې په دې لړکې به د هغوي لومړی ضرورت دا وي چې په افغانستان کې یو داسي ځواکمن او بې لوري حکومت وویني، چې د امریکا او متحدانو لاسپوڅي نه وي.

دوهم تفاوت دا دی چې له امریکا سره مقاومت کوونکې ډله یوه اومتحده ډله ده او د نویمو کلونو په څېر د فاتحانو د تعدد په وجه د ګډوډي ویره هم کمه ده.

دريم تفاوت دا دی چې مقاومت کوونکې ډله کومه قومي، سمتي اويا له بهره وارده شوې ملیشه نه ده، بلکې ۵کاله يې پرهیواد واکمني کړې او په هره برخه کې يې تجربې ترلاسه کړې او د ملت په منځ کې يې وده کړې.

اخیري او مهم تفاوت دا دی چې مقاومت کوونکې ډله د چا له فرمایش او فشار نه پرته، لومړی خپلو افغانانو او فعال افغاني جهتونو ته د امریکا د اشغال تراختتام ډیر وړاندي مراجعه کوي، چې د مسکو غونډه يې لومړۍ اوبختوره بیلګه ګڼو، چې په نا اټکل شوې بڼه يې د یوه افغان اکثریت ترمنځ د راتلونکي لپاره هیله بښونکی بنیاد کیښود.

 

د مسکو غونډه نه د ډاکتر نجیب د حکومت د نسکوریدو نه وروسته د راولپنډۍ د غونډې په څېر وه، چې يوازې مقاومت کوونکو ډلو پکې د حکومت تشکیل جوړاوه  اونه د بون د غونډې په څېر وه چې يو اشغالګر په بیړني توګه د خپل یرغل د مشروعيت په موخه د اشغال شوي کابل لپاره يوه اداره پکې ډیزاین کړه.

بلکې د مسکو په غونډه کې په لومړي ځل نږدي هر فعال اومعروف جهت اوشخص ګډون لاره.

چپیانو، د موجوده نظام لوړ پوړو چارواکو، دافغان جهاد سترو قوماندانانو، د مدني ټولنو فعالانو، علماوو، قومي مخورو، ښځو او د بون د پريکړې په پایله کې د رامینځ ته شوي نظام ولسمشر او ټولو مهمو غړو او وزیرانو يې  ګډون لاره، ډیر کم داسي څوک پاتي شو چې په افغان سیاست او ټولنه کې فعال رول ولري او دلته يې ګډون نه وي کړی.

ماچې کله د میز پرسره یولوري ته پخوانی ولسمشر حامدکرزی، بل پلو طالب مشرعباس ستانکزي، بل خوا د دوستم ویاند، بل خوا اتمر، سپانتا او لطیف پدرام لیدل او بيا د ټولو متفقه پریکړه لیک چې نږدې يې اتیا سلنه مواد د مستقبل لپاره اتفاقی و د حضرت عمر زاخیلوال په خوله اعلانیدل ولیدل.

نودا راته په لومړي ځل د افغان غمیزې په اړه يو روح ارموونکی او هیله بښونکی تابلو ښکاره شو.

 

د بین الافغاني تفاهم د بشپړه بریا او تلپاتې سولې په هیله.

 

 



اعلان