عبدالسلام ضعیف: د طالب او امریکا تر منځ جګړه هغه وخت پیل شوه چې اوسني چارواکي او نظام نه و

افغانستان

 عبدالسلام ضعیف: د طالب او امریکا تر منځ جګړه هغه وخت پیل شوه چې اوسني چارواکي او نظام نه و

1803

په اسلام اباد کې د طالبانو د واکمني پخوانی سفیر ښاغلي عبدالسلام ضعیف تیره شپه له "یک تلویزون" سره په یوه ځانګړې مرکه کې وویل روانه جګړه په انتقامي حرکتونو او فیسبوکي ښکنځولو پای ته نه رسیږي، باید له شخصي دریځونو تیر شو او په ساړوو مازغو د هیواد د مستقبل لپاره پر يوه عملي او ممکنه طرحه کار وکړو.

د تلویزون د خبریال د دې پوښتنې په ځواب کې چې طالبان ولي د امریکا پرځای له افغان حکومت سره خبرې نه کوي، ښاغلي ضعیف وویل امریکا په ۲۰۰۱کې پرافغانستان برید وکړ او د طالبانو حکومت یې نسکور کړ، له هغه وخته د طالب او امریکا جګړه پيل شوه دغه اوسني چارواکي او نظام بيا وروسته امریکا رامنځ ته کړل.

ښاغلي ضعیف د يوې بلې پوښتنې په ځواب کې وویل کله چې طالبان د اردو او پولیسو غړي په نښه کړي نو بیا وایو چې طالبان افغانان وژني؟ خو کله چې بیا د همدغو پولیسو او اردو له لوري طالبان وژل کیږي نو بیا طالبان افغانان نه ګڼل کیږي.

 ایا د کابل اوسیدونکې افغانان دي او د هلمند د سنګین يا وردګو اوسیدونکې افغانان نه دي چې په بمباریو او چاپو کې وژل کیږي؟

 ضغیف زیاته کړه چې تازه راپورونه وايي چې د حکومت د قطعو وسلوال کلیوته ځي اود شپي په خوب ویده افغان ځوانان د خوب په بستر کې وژني او بياخپله هم پوهیږي چې طالبان يې نه دي په نښه کړي ایا دا افغان وژنه نه ده؟



اعلان