امریکا: که د افغانستان په اړه هر ډول تړون کېږي، نو د پاکستان ګټې به نظر کې نیسو

سيمه او نړۍ

امریکا: که د افغانستان په اړه هر ډول تړون کېږي، نو د پاکستان ګټې به نظر کې نیسو

459

د امریکا د پوځ د مرکزي قومندانۍ مشر جنرال جوزف ووټل ویلي، که راتلونکې کې د افغانستان د مسلې په اړه هر ډول تړون کېږي، نو د پاکستان ګټې به په نظر کې نیول کېږي. پاکستانۍ ډان ورځپاڼې لیکلي چې جنرال ووټل پاکستان ته د دغې خبرې باور ورکړی دی. جنرال ووټل د امریکا د سنا مجلس د پوځي خدماتو کمېټې ته ویلي، د ولسمشر ډونلډ ټرمپ له لوري له پاکستان سره د امنیتي مرستو له بندولو سربېره پاکستان سره یو څو پوځي فعالیتونه روان دي. جنرال ووټل ویلي، پاکستان سره په اړیکو لرلو کې د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت د چارواکو ملاتړ هم شته دی. نوموړي پاکستان په سیمه کې مهم هېواد بللی دی.


اعلان