د کورنیو چارو وزارت: په هېڅ ولایت کې غېر مسوول وسله وال نه شي ګرځېدای

افغانستان

د کورنیو چارو وزارت: په هېڅ ولایت کې غېر مسوول وسله وال نه شي ګرځېدای

275

د کورنیو چارو وزارت په یو بیان کې ویلي، له دې وروسته په هېڅ ولایت کې غېر مسوول وسله وال، قانون ماتوونکي او زور واک کسان ګرځېدای نه شي.

بیان کې ویل شوي چې دا ګام د خلکو د امنیت د ټينګولو له پاره پورته کېږي.

بیان زیاتوي، پولیس د خلکو د لا ښه امنیت له پاره هېڅ زور واک ته اجازه نه ورکوي چې د ټولنې عامه نظم او امنیت ګډوډ کړي.

بیان کې پولیسو ته لارښوونه شوې چې غېر مسوول وسله وال خلک، قانون ماتوونکي، زور واکي او جنایت کوونکي کسانو سره جدي چلند ورکړي او قانون ته يې وسپاري. وزارت له خلکو غوښتي چې د دغه ډول کسانو په ور پېژندلو کې ور سره مرسته وکړي.

بیان کې ویل شوي چې پولیس د نیولو او ډزو کولو حق لري.



اعلان