"د غني ټويټ د سولې روانې هڅې جدي ډول زیانمولای شي"

سيمه او نړۍ

760

پاکستانۍ ایکسپریس ټرېبیون په یو مطلب کې د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي ايم) په اړه د ولسمشر اشرف غني وروستي ټويټ ته اشاره کړې او لیکلي يې دي چې پاکستان ګواښ کړی چې د غني ټويټ کولای شي د سولې روانو خبرو ته جدي زیان ورسوي.

ولسمشر غني ویلي په خېبرپښتونخوا او بلوچستان کې د پي ټي ایم له غړو سره د پاکستاني حکومت په چلند اندېښنه څرګنده کړې وه. د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر او نورو لوړ پوړو پاکستاني چارواکو د ولسمشر کړنه غندلې وه او دا يې د پاکستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه بللې.

رسنۍ د نوم نه ښودلو په شرط د یو پاکستاني چارواکي له خولې لیکلي چې د غني ټويټ حېرانوونکی و.

دغه چارواکي زیاته کړې چې د ولسمشر غني له ټويټ وروسته پاکستان له افغان حکومت سره اړیکه ونیوله او په څرګنده يې ورته وویل چې د افغان حکومت دغه ډول دریځ د منلو نه دی.

دغه راز، افغان حکومت ته ویل شوي چې دا به د سولې په روانو خبرو منفي اغېز ولري.

سرچینې ویلي، پاکستان اوس هم د افغانستان د سولې (پخلاینې) پروسې ته ژمن دی، خو افغان حکومت باید پوه شي چې د پاکستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه به (له پخلاینې) سره مرسته و نه کړي.



اعلان