هند کې یو کس په والدینو عریضه کوي چې ولې یې د ده له خوښې پرته زېږولی

پام وړ

هند کې یو کس په والدینو عریضه کوي چې ولې یې د ده له خوښې پرته زېږولی

1425

یو اووه ویشت کلن هندی ځوان پلان لري چې په خپل مور و پلار د دې له پاره عریضه وکړي چې ولې یې د ده له خوښې پرته زېږولی دی.
رافل سیمویل بي بي سي انګلیسي ته ویلي، دا سمه نه ده چې ماشومان نړۍ ته راوړل (وزېږول) شي ځکه چې دوی به بیا ټول ژوند (ستونزې) ګالي.
سیمویل پوهېږي چې له زېږېدو وړاندې د ماشومانو خوښي (رضایت) نه شي اخیستل کېدای، خو ټینګار کوي چې زېږېدل زموږ پرېکړه نه ده.
د سیمویل مور کویتا سیمویل وایي، که چېرې یې زوی له زېږېدلو وړاندې د رضایت ترلاسه کولو له پاره معقول دلیل وړاندې کړي چې څه ډول مو باید د ده رضایت ترلاسه کړی وای، نو زه به خپله غلطي ومنم.
د سیمویل دغه خبرې د انټي-نتالېزم anti-natalim له فلسفې سرچینه اخلي.
دغه فلسفه وایي چې ژوند له بدمرغیو ډک دی او زېږېدنه باید سمدستي ودرول شي.



اعلان