پاکستان وایي د پي ټي ایم په اړه د ولسمشر غني خبرې یې په کورنیو چارو کې لاسوهنه ده

سيمه او نړۍ

پاکستان وایي د پي ټي ایم په اړه د ولسمشر غني خبرې یې په کورنیو چارو کې لاسوهنه ده

645

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي ایم) په اړه د ولسمشر اشرف غني خبرې په خپل هېواد کې لاسوهنه بللې ده.
قریشي په ټوېټر لیکلي چې هغه دې د افغانانو ستونزو ته توجه وکړي.
ولسمشر غني نن سهار په یو ټویټ کې په خېبر پښتونخوا او بلوچستان کې د پي ټي ایم په غړو د پاکستاني امنیتي ادارو په تشدد اندېښنه څرګنده کړې وه.
پي ټي ایم چې ځان د پښتنو د حقونو مدافع بولي، د حقونو د ترلاسه کولو له پاره مظاهرې کوي چې ځینې یې پاکستاني چارواکو نیولي.
ویل کېږي اوس هم ځینې کسان بندیان دي او ځینې یې خوشې شوې دي.



اعلان