حکومت وایي د مسکو ناسته یوازې یو سیاسي بحث و او بس

افغانستان

حکومت وایي د مسکو ناسته یوازې یو سیاسي بحث و او بس

459


افغان حکومت د مسکو بین الافغاني ناستې ته په غبرګون کې ویلي چې هغه د سولې مذاکرات نه بلکې د سولې په اړه یوازې یو سیاسي او علمي بحث و.
د ولسمشر ویاند شاه حسین مرتضوي ویلي، هغه اعلامیه چې د ناستې په پای کې نشر شوه، د دغې دوه ورځینۍ ناستې لنډیز و چې د سولې برخه کې اجراییوي پایلې نه لري.
د مسکو بین الافغاني ناسته چې ویل کېږي روسیه کې د افغانانو د اتحادیې له لوري جوړه شوې وه، د پخواني ولسمشر حامد کرزي په ګډون په کې ګڼو افغان سیاستوالو او افغان طالبانو ګډون کړی و.
ګډه اعلامیه کې له افغانستانه د بهرنیو پوځیانو په وتلو، اسلامي نظام، د ملي دفاعي بنسټونو په ساتنه او نورو اساسي حقونو ټینګار شوی و.
خو داسې ښکاري چې حکومت د دغې ناستې اعلامیه رد کړې او غوښتنې یې له پامه غورځوي.



اعلان