مسکو کنفرانس؛ ګډون کوونکو له افغانستانه د بهرنیو پوځیانو په وتلو ټینګار وکړ

افغانستان

مسکو کنفرانس؛ ګډون کوونکو له افغانستانه د بهرنیو پوځیانو په وتلو ټینګار وکړ

277

څو شېبې وړاندې د روسیې پلازمېنې مسکو کې د طالب استازو او له کابله ورغلي پلاوي تر منځ دوه ورځینۍ ناسته پای ته ورسېده.

د ناستې پای کې یوه ګډه اعلامیه هم خپره شوه.

اعلامیه کې ټولو خواوو منلې چې سراسري او تلپاتې سوله د رښتينو بین الافغاني مذاکراتو په پایله کې شونې ده. ګډونوالو په قطر کې د طالبانو او امریکایانو تر منځ د روانو خبرو ملاتړ اعلان کړ.

ګډونوالو ومنله چې دفاعي او نور ملي بنسټونه د ټولو افغانانو ملکیت دی او د سولې له توافق څخه وروسته اړینې اصلاح، خوندیتوب او پياوړي کولو ته اړتیا لري.

دوی دا هم منلې چې د نظام په ټولو چارو کې به د اسلام د دین د اساساتو پېروي کېږي. ملي یووالی به ټينګېږي او افغانستان به په سیمه ییزو او نړیوالو شخړو کې بې طرفه پاتې کېږي.

ګډون کوونکو له افغانستانه د بهرنیو پوځیانو په بشپړ وتلو ټينګار کړی. د دې تر څنګ، افغانستان څخه به نړیوالې ټولنې ته ګواښ نه پېښېږي.

د زده کړو، کار، سیاسي، اساسي حقونو، ښځو حقونو او د بیان په ازادۍ ټينګار شوی.

دوی دا هم منلې چې د بین الافغاني تفاهم دغه ډول یوه بله ناسته به نږدې وخت کې په قطر کې جوړېږي.

د مسکو ناسته کې پخواني ولسمشر حامد کرزي، پخواني مرستیال ولسمشر یونس قانوني، د ملي امنیت پخواني سلاکار حنیف اتمر، د بلخ پخواني والي عطا محمد نور، د حزب وحدت ګوند مشر محمد محقق، پخوانیو طالب چارواکو عبدالسلام ضعیف او وکیل احمد متوکل او نورو سیاستوالو او د نظر خاوندانو ګډون کړی و.

د طالب پلاوي غړي د طالبانو د دفتر مشر عباس ستانکزی، عبدالسلام حنفي، شهاب الدین دلاور او نور وو چې شمېر یې لسو تنو ته رسېده.



اعلان