طالبان: امریکا ژمنه کړې چې تر اپرېل پورې به نیمایي ځواکونه له افغانستانه وباسو

افغانستان

طالبان: امریکا ژمنه کړې چې تر اپرېل پورې به نیمایي ځواکونه له افغانستانه وباسو

243

طالبانو ویلي،امریکا ورسره وروستیو خبرو کې ژمنه کړې چې د روان زېږدي کال تر اپرېل به خپل نیمایي پوځیان له افغانستانه وباسي.
رویټرز دغه خبره د RIA خبري اژانس له قوله لیکلې.
تېره میاشت قطر کې د طالبانو او امریکایانو څلورم پړاو خبرې وشوې.
ویل کېږي چې دواړه لوري د پوځیانو په ایستلو یو توافق ته رسېدلي دي.
څو ورځې وړاندې رپوټونو کې وویل شول چې نږدې ورځو کې به اووه سوه امریکایي پوځیان له افغانستانه ووځي.
د روانې جګړې د ودرولو له پاره د طالبانو یو بنسټي شرط د امریکایي پوځیانو بشپړ وتل او یا د وتلو له پاره د مهالوېش اعلانول دي.
تمه کېږي چې شاوخوا شل ورځې وروسته به دواړه لوري یو بله ناسته هم ولري.



اعلان