ملا قلم الدین: د ملي اردو او اساسي قانون په اړه د طالبانو د دریځ مخالف يم

افغانستان

ملا قلم الدین: د ملي اردو او اساسي قانون په اړه د طالبانو د دریځ مخالف يم

824

 ملاقلم الدین چې مولوي قلم الدین هم ورته وايي د طالبانو د واکمني پر مهال د امربالمعرف اجرايي مرستیال او د دې ادارې د سختو سزاګانو او کړنو طراح او عامل ګڼل کیده.

 هغه به په خپله تازینه په لاس د کابل په واټونو کې ښځی رټلې او له طالب غورځنګ نه د کابل د خلګو د نفرت اصلي عامل ګڼل کیده.

 د هغه تر شا د طالبانو د عدلیې وزیر نورالدین ترابي په کلکه ولاړ و.

 خو د طالب واکمني له را پرځیدو ورسته ملا قلم الدین د کرزي له ادارې سره يو ځای شو او د دې اداري ملاتړ يې وکړ او همدا راز ملانورالدین ترابي هم د طالبانو د واکمني له سقوط نه وروسته د ملامحمد عمر مخالف شو او په کندهارکې د کرزي د حکومت والي ګل اغا شیرزي ته تسلیم شو چې د نه بښل کیدو له امله بیرته پاکستان ته لاړ او له څه وخت وروسته د امریکا سفارت ته د ورتلو له امله آی اس آی ونیو او ۶کاله یې د پاکستان په زندان کې تیرکړل.

 مګر ویل کیږي چې اوس بیا په طالب غورځنګ کې کلیدي واک او رول لري.

خو د ملاترابي فکري او نظریاتي همکار ملاقلم الدین بيا د طالب غورځنګ مخالف دريځ لري.

پرون د مسکو د سفر پر مهال ملاقلم الدين رسنيو ته ویلي چې د ملي اردو او اساسي قانون په اړه د طالب غورځنګ د دریځ مخالف يم.



اعلان