ډاکټر اشرف غني: خلیلزاد امریکایی دی او زه افغان

افغانستان

ډاکټر اشرف غني: خلیلزاد امریکایی دی او زه افغان

565

د هيواد ولسمشر ډاکټر محمد اشرف غني له طلوع تلویزون سره په یوه ځانګړي بحث کې وویل چې د سولې په اړه زما او زلمي خليلزاد په تګلارو کې څرګند توپيردی، ځکه چې زه د ۳۵میلونه خلګو رسمي استازی يم او خليل زاد یو امریکايي دی.

 ښاغلي غني وویل زه په دي افتخارکوم چې د خپل واک په دوهمه ورځ مې له امریکا سره استراتیژیک تړون امضاء کړ.

د یوې بلې پوښتنې په ځواب کې غني وویل چې که امریکا له طالبانو سره کوم تړون وکړي زه به له خپله هیواده دفاع وکړم.

کله چې له غني وپوښتل شول چې ولي یې پرون مسکو ته له تلو وړاندي له پخواني ولسمشر حامدکرزي سره ونه کتل،غني وویل وخت راسره نه و، کله چې کرزی صیب بیرته راستون شي ورسره وبه ګورو.

 



اعلان