طالبان: اساسي قانون بې اعتباره دی ځکه بهرنیانو په افغانانو تپلی

افغانستان

طالبان: اساسي قانون بې اعتباره دی ځکه بهرنیانو په افغانانو تپلی

473

نن د روسیې پلازمېنې مسکو کې د بین الافغاني مذاکرې لومړۍ ورځ وه چې طالب پلاوي او نورو ګڼو افغان سیاستوالو ورته ویناوې وکړې.
پخواني ولسمشر حامد کرزي لومړنۍ خبرې وکړې. نوموړي دا ناسته د بین الافغاني تفاهم د پېل له پاره مهم ګام وباله او د امریکا او طالبانو تر منځ د روانو خبرو ملاتړ یې هم وکړ.
طالب مشر عباس ستانکزي د طالبانو پخوانۍ غوښتنې بیا تکرار کړې.
د بهرنیانو وتل، له تور لېسته د طالبانو ایستل، د زندانیانو خوشې کول، نړیوال ضمانت او د اساسي قانون تعدیل یې مهمې غوښتنې وې.
ستانکزي اساسي قانون د ټولنې اړتیا وبلله، خو اوسنی اساسي قانون یې بې اعتباره وباله، ځکه په وینا یې، د لویدیځو هېوادونو له لوري په افغانان تپل شوی دی.
ستانکزي وویل چې د بهرنیانو له وتلو وروسته باید نوی اساسي قانون د اسلامي معیارونو او افغاني ارزښتونو سره سم تدوین شي.
پخواني مرستیال ولسمشر یونس قانوني د حامد کرزي په مشرۍ د نوي حکومت له جوړېدو دفاع وکړه.
قانوني وویل چې اساسي قانون سیمه کې تر ټولو ډېر اسلامي دی، خو دغه قانون د تعدیل او اصلاح وړ دی.
دغه ناسته به سبا هم وي.



اعلان