د اندونو ټکر

نظر او تحليل

د اندونو ټکر

189

انسان یو ټولنیز مخلوق ده او په ټولنه کې د ژوند هره ګړۍ تېره وي، کله؛ چې انسان ټولنیز شو نو دلته به حتمن د اندونو ټکر( منل او نه منل) رامنځته کېږي .

انسان له پیدایښته تر ننه په هر ډګر کې بېلا بېل پړاوونه وهلي او خنډونه یې زغملي دي، زه یې له نور تېرېږمه او نېغه په نېغه یې انساني اړېکو او اندونو ته راګرځمه.
دا چې په نړې کې په میلیاردونه انسانان ژوند کوي هر یو یې بېل اند او فکر لري. الله ج د ټولو انسانانو شکل او ظاهري جوړښت مختلف پیدا کړی ده.
څرنګه چې ظاهري جوړښت تغیر کوي همداسې اند هم تغیر کوي. د یوې سکالو په اړه مختلف خلک مختلف فکرونه او نظرونه لري ؛ خو دلته سوال دا ده، چې ولې ځینې خلک خپل فکر پر نورو تحمیله وي؟ 
که چېرته څوک تل د خپل فکر پلوي کوي زیان به یې څه وي؟
ولې خلک د نورو اندونو ته ارزښت نه ور کوي؟
او که نورو فکرونو ته ارزښت ورکړو ګټه به یې څه وي؟

دانساني ژوند پیل په اړېکه شوی ده؛ الله ج ملایکو ته وفرمایل:(( وَإِذْ قَالَ رَبُّكَ لِلْمَلَائِكَةِ...)). ژوند پر ټولنیزو اړېکو ولاړ ده او بریالی انسان هغه ده، چې یادې اړېکې غښتلې وساتي تر څو یې د ژوند خنډونه کم او لاسته راوړنې یې زیاتې شي.خو دا په دې مانا هم نه ده، چې تل د نورو د اندو پلوي وکړو او د هغوي استبدادي افکار پر ځان تحمیل کړو.

ولې ځیني خلک خپل فکرونونه پر نورو تحمیلوي؟

موږ په یوه سنتي ټولنه کې ژوند کو او هر څه پر سنتي تګلورو ترسره کېږي، په یاده ټولنه کې ټول کارونه د یوه فرد په فکر ترسره کېږي، ځکه دلته فرد دا دځان لپاره امتیاز او حق بولي چې باید د ده خبره دي ومنل شي او پلې شي.
موږ هم یاده خبره نه ردوو او نه یې هم په بشپړه ډول منو ځکه دلته سوال خلق کېږي ، چې ولې یې نه منو؟ ځواب مو دا کېدای شي، چې انسان نیمګړی ده او نشي کولای چې پر ټولو ستونزو ، پر مختګونو ، کشفیاتو او اختراعاتو دي لاس بری شي. که چېرته د کورنۍ، ټولنې، سیمې مشر ځانګړی اند پر نورو تحمیل شي لاندي زیانونه لري
۱- د نوښت مخه ډب کېږي.
۲- ستونزه په بشپړه توګه نه حل کېږي
۳- د خفګان سبب کېږي
۴- ټولنیزې اړېکې له خنډ سره مخ کوي
۵- د کار د ځنډ سبب کېږي.
۶- استعداد وژنه کېږي.
۷- جرئت له منځه وړل کېږي.
۸- ډار او وېره رامنځته کېږي.
۹- درواغو ته زمینه برابریږي.
۱۰- موخې ته رسېدل ستونزمن کېږي.
۱۱- او ...
که چېرته څوک تل د خپل فکر پلوي وکړي لاندې زیاونه لري

۱- خلک ورسره مشورې نه کوي.
۲- په ټولنه کې د سر، زوری په نوم پېژندل کېږي.
۳- خلک یې نظر ته احترام نه کوي.
۴- کینه او خفګان رامنځته کېږي.
۵- ټولنیزې اړېکې له خطر سره مخ کېږي.
۶- په ټولنه کې د ورور ګلوۍ مزی له منځه ځي
۷- د پرمختک مخه ډب کېږي.
۸- په کار کې سر خوږی پیدا کېږي.

ولي خلک د نورو اندونو ته ارزښت نه ورکوي؟

دمختلفو عواملو له کبله ځیني خلک د نورو اندونه ته ارزښت نه ورکوي. تر ټولو لومړنی علت یې دا ده، چې موږ د سنتي ټولنې افراد یو او په داسې ټولنه کې لویان په دې خاطر تر ځان د کم خلکو فکر او نظر ته ارزښت نه ورکوي چې دوي د بې احترامي او بد اخلاقي سبب بولي دوی فکر کوي که چېرته کم عمره خلک د لویانو په مخ کې وغږیږي نو دا شرم ده او د سنتي ټولنې خلاف کار ده .
خو داسي نه ده ځکه الله ج فرمایې:( نه دي برابر هغه کسان چې پوهیږي له هغه کسانو سره چې نه پوهیږي ) . دلته عمر نه ده ذکر شوی
دویم لامل یي کینه او حسد ده.
ځیني خلک بیا هیڅ کله نه غواړې، چې له دوی څخه څوک ښه نظر او اند ولري .نو په همدې خاطر د نورو اندونو ته ارزښت نه ورکوي.
درېیم علت یې د علم او پوهې کمښت ده؛ چې مخکېنی ایات شریف يې پوره تشریح کړې ده. همدارنګه بل ځای کې الله ج فرمایي:(( فَاسْأَلُواْ أَهْلَ الذِّكْرِ إِن كُنتُمْ لاَ تَعْلَمُونَ)).
ژباړه : پوښتنه وکړئ دعلم له خاوندانو څخه که چېري ته نه پوهیږي.

که دنورو فکرنو ته ارزښت ورکړو لاندې ګټې لري.

۱- مینه او ورورګلوي پیاوړې کېږي.
۲- پرمختګ لاره هوارېږي
۳- ستونزه ژر حل کېږي
۴- نوښت رامنځته کېږي.
۵- یوه سکالو له بېلا بېلو زاویو څېړل کېږي
۶- استعداد ته درناوی کېږي
۷- د انسانیت ته احترام
۸- کشفایات او اختراعات رامنځته کېږي.
۹ - او...
نو راځي د خدای ج د مخلوق درناوی وکړو ، تر څو مو ټولنه په نېغه پر مختګ وکړي .
که چیرته داندونو ټګر له منځه ولاړی شي ، د پرمختګ لاره هوارېږي ټولنه له فرهنګي، سیاسي، اقتصادي او ګڼو نورو یرغلونو څخه ژغورل کېږي.
همدارنګه عامه پوهاوی به رامنځته شي او د فکري جګړې مخنیوی به اسان شي.



اعلان