"پاکستاني توکو افغانستان کې بازار له لاسه ورکړی"

راپورونه

323

پاکستانۍ دې نېشنل په یو تحلیلي مطلب کې وایي، پاکستاني توکو په افغانستان کې د پلور بازار بایللی دی.
رسنۍ وایي، پاکستانی حکومت ادعا کوي چې افغانستان ته صادرات زیات شوي، خو اقعیت د دې ادعا برعکس دی.
مطلب لیکي، وړاندې کلونو کې افغانستان ته د پاکستان د صادراتو کچه نږدې ۲.۴ میلیارده ډالر وه، خو روان زېږدي کال کې دغه کچه ۱.۴ میلیارده ډالر ته راکښته شوې ده.
رسنۍ د سوداګرۍ د دغې کچې د راټیټېدو لامل د پاکستاني حکومت ناسم سیاستونه ښیي.
وروستیو کې افغانستان له ایران، هند او د منځنۍ اسیا له هېوادونو سره سوداګریزې اړیکې پراخې کړي.
رسنۍ وایي چې د افغانستان د سوداګرۍ بازار ایراني او هندي توکی نیولی دی.



اعلان