افغان حکومت وایي، د مسکو ناسته د افغانستان په خېر نه ده

راپورونه

افغان حکومت وایي، د مسکو ناسته د افغانستان په خېر نه ده

475

نن د روسیې پلازمېنې مسکو کې د افغان سیاستوالو او طالب پلاوي تر منځ دوه ورځینۍ ناسته جوړېږي.
ناسته کې د پخواني ولسمشر حامد کرزي په ګډون له څلوېښتو زیات افغان سیاستوال او د نظر خاوندان ګډون کوي.
طالبانو ویلي چې د دفتر د مرستیال عباس ستانکزي په مشرۍ به یې یو پلاوی مسکو ته لاړ شي.
که څه هم ځینې کسان دغې ناستې ته خوشبین دي او په وینا یې، دا د بین الافغاني تفاهم پېلولو یو ښه فرصت دی، خو افغان حکومت بیا له دغې ناستې خوښ نه دی.
د بهرنیو چارو وزارت ویاند صبغت احمدي هشت صبح ته ویلي د مسکو ناسته د افغانستان د سولې او په خېر نه ده.
نوموړي زیاته کړې، دوی دغې ناستې ته د شک په نظر ګوري.
د ولسمشر یو سلاکار فضل فاضلي هم ورته څرګندونې کړي دي.
حکومت وایي، له طالبانو سره خبرې یوازې د حکومت حق دی او طالبان باید له حکومت سره خبرې وکړي.
خو طالبان بیا له حکومت سره خبرې کول ردوي.
د مسکو ناسته روسیه کې د مېشو افغانانو له لوري جوړه شوې.



اعلان