امریکا خپل پوځ ته دومره کوچني ډرون ورکوي چې د پوځي جېب کې به ځاییږي

راپورونه

امریکا خپل پوځ ته دومره کوچني ډرون ورکوي چې د پوځي جېب کې به ځاییږي

1408

د امریکا پوځ به نږدې راتلونکي کې خپلو سرتېرو ته دومره کوچني ډرون ورکړي چې جېب او د لاس په ورغوي کې به ځایېدلای شي.
بزنس انسایډر په خپل رپوټ کې لیکي، د امریکا پوځ د دغو ډرون الوتکو د جوړولو امر ورکړی دی.
د رپوټ له مخې، دغه ډرون د جګړې شاوخوا دوه کیلو متره ساحه د نیم ساعت له پاره لیدلای شي.
دغه ډرون به یې څښتن ته ویډیو او لوړ کیفیت لرونکي تصویرونه استوي.
دغه ډرون Black Hornet نومېږي چې رسنۍ یې لوبه بدلوونکې بولي.
د ډرون اوږدوالی ۶.۶ انچه دی او وزن یې نږدې ۳۲ ګرامه دی.



اعلان