"دا فکر له ذهنه وباسئ چې د اردو ټانکونه او الوتکې به د زړې اوسپنې په بیه بیا په ګاونډي وپلورئ"

افغانستان

911

ولسمشر اشرف غني نن د یوې غونډې په ترڅ کې د اردو وژل شویو منسوبینو ته کوپون پرانېست.
ولسمشر د اردو څلورو تنو وژل شویو کورنیو ته د کوپون کتابچه هم ورکړه.
ولسمشر د اردو د له منځه وړلو په اړه وویل، د سولې په بانه به امنیتي ځواکونو ته د زیان رسولو اجازه ور نه کړو.
هغه ظاهراً پخوانیو جهادیانو ته په اشاره زیاته کړه، هغوی دې دا فکر له ذهنه وباسي چې د اردو ټانکونه او الوتکې به یو ځل بیا د زړو اوسپنو په بیه په ګاونډیانو وپلوري.
په ۱۹۹۲ کې د پخواني دولت مشر نجیب الله له پرځېدو وروسته افغان جهادیان کابل ته ننوتل چې ورسره کورنۍ جګړه پېل شوه.
اردو له منځه لاړه او ویل کېږي چې د جهادي قومندانانو له لوري د اردو سلګونه ټانکونه او الوتکې کباړ شوې چې ځینو قومندانانو د زړو اوسپنو په بیه په پاکستان وپلورلې.
بل خوا، د روسیې په مسکو کې د طالبانو او پخوانیو جهادي مشرانو تر منځ یو دوه ورځینۍ غونډه هم کېږي چې افغان حکومت ته په کې د ګډون بلنه نه ده ورکړل شوې.
ویل کېږي چې مسکو ته له کابله ورغلي کسان طالبانو سره د سولې او بین الافغاني تفاهم په اړه خبرې کوي چې حکومت له دغه ګامه خوښ نه دی.



اعلان