د ولایتي شورا غړی: غزنی د بیا سقوط له ویرې سره مخ دی

افغانستان

د ولایتي شورا غړی: غزنی د بیا سقوط له ویرې سره مخ دی

262

 د غزني ولایت د ولایتي شورا غړی عصمت الله جمرادوال له ارینا تلویزون سره په خبروکې ویلي چې د غزني ولایت اکثره برخې طالبان اداره کوي او د ښار په څنډو کې وسلوال طالبان ازادانه ګرځي، چې په مټ یې د ښار دننه طالبان نږدې هره شپه عملیات کوي.

جمراد وال وویل چې د کابل او کندهار په عمومي لاره د طالبانو د ګمرک چارواکي له باراداره موټرو مالیه اخلي او رسمي پارچي او رسیدونه ورکوي.

د جمرادوال په وینا که اوسني حالت دوام وکړي نو د غزني ولایت او ښار به د طالبانو واک ته ولویږي.



اعلان