د طالبانو د قطر دفتر د چارواکو متضادو ویناوو پوښتنې را ولاړې کړي 

راپورونه

د طالبانو د قطر دفتر د چارواکو متضادو ویناوو پوښتنې را ولاړې کړي 

1802

تیره ورځ د طالبانو د قطر دفتر د اوسني مرستیال شیرمحمد عباس ستانکزي هغه وینا رسنیزه شوه چې د هېواد د موجوده اردو د تحلیل په اړه وه .

 ښاغلي شیرمحمد عباس ستانکزي د افغانستان موجوده اردو د نورو په لاس جوړه شوې اوبیرته له سره تشکیل ته اړه وګڼله.

خو بل خوا د دې دفتر يو بل غړي سهیل شاهین بیا رسنیو ته ویلي چې د افغانستان پولیس اصلاحاتو ته ضرورت لري، ځکه چې له عام ولس سره ښه رویه نلري.

د طالبانو د قطر دفتر دغړو دغه متفاوتي ویناوي نوې پوښتنې را ولاړوي.

شیرمحمدعباس ستانکزی د طالبانو په لیکو کې یو نامتو ديپلومات او کارپوه چارواکی پیژندل کیږي او تر ډیره طالب مشرتابه ته نږدي او باوري کس یادیږي، خو د قطر د فتر ویاند سهیل شاهین بيا په هغه کچه حثیت نلري.

د طالبانو سرچینې وایی چې عباس ستانکزی کله ناکله جدي دريځ نیسی، خو د طالبانو د غورځنګ له پالیسیو سره نه يواځي اشنایی لري، بلکي په پالیسی جوړونکو کې شمیرل کیږي.

اود دې په مقابل کې ښاغلی شاهین په دې مشهوره ده چې د طالب غورځنګ له پالیسیو سره پوره بلدتیا نلري او اکثره وخت د خپل مزاج سره سمې خبرې کوي چې له امله يې بار بار د طالب غورځنګ دننه هم له نیوکو سره مخ کیږي.

د اردو په اړه د ښاغلي عباس ستانکزي خبرې له دي امله هم مهم ګڼل کیږي چې نوموړی پخپله هم يو نظامي افسر دی او لوړې نظامي زده کړې يې په هند کې ترسره کړې دی.

یو طالب چارواکې د ځلاند پاڼې همکار ته وویل چې د اردو په اړه ښايي عباس ستانکزی د الفاظو په انتخاب کې تیروتی وی، ځکه چې د طالب غورځنګ د پالیسي سره سم په اردو کې بنسټیز تغیرات د اردو د تحلیل او ړنګولو په معنا نه دي.

د طالب مشر په وینا:

"کوم اردو چې د یرغلګر ضد مقاومت پرضد ډیزاین شوې او له باندني دښمن نه د دفاع پرځای د داخلي ازادي خواهانو پر ضد د جګړې روحیه ورکول شوې، هغه پراخو تغیراتو ته اړتیا لري،خو له سره تحلیل او ړنګول يې هم ګټوره فارموله نه ده.

بلکې د استعمارګرو او یرغلګرو هیوادونو له استخباراتو سره ژورې اړيکې لرونکي جنرالان او افسران بدلول اوعامو عسکرو او قوماندانانو ته د ملي او دیني روحیې ورکول په اردو کې اړین تغیرات دي"

په ټولیزه توګه د قطر دفتر د دغه غورځنګ یو مهم اوحساس ادرس دی.

د دغه دفتر چارواکو ته پکارده چې په عمل او وینا دواړو کې متحد او محتاط دريځ خپل کړي.



اعلان