دپوهنتون استاد: ګډو ځواکونو مې کور ویجاړ کړی، د عدالت غوښتنه کوم

افغانستان

دپوهنتون استاد: ګډو ځواکونو مې کور ویجاړ کړی، د عدالت غوښتنه کوم

348

د کندهار پوهنتون یو تن استاد محمد شفیق عمري وایي، د دلوې (سلواغې) په شپږمه یې ګډو (افغان او بهرنیو) ځواکونو د میدان وردګو په چک ولسوالۍ کې په کور چاپه وهلې.
سپوږمۍ راډیو د عمري له قوله لیکلي چې ځواکونو یې د کور غړي بهر ایستلي وو او کور یې ورته په بمونو الوزولی دی.
عمري وایي چې کورنۍ یې د شپې په سړه هوا کې بهر ایستل شوې وه.
عمري ادعا کوي چې کورنۍ یې اوس له خپلوانو سره اوسېږي. نوموړي د خپلې ګناه د مالومولو او عدالت غوښتنه کړې.
عمري اوسمهال هند کې ماستري کوي.
بلخوا، د کورنیو او دفاع وزارت چارواکي بیا په عملیاتو بې خبري ښیي او وایي چې دوی عملیات نه دي کړي.



اعلان