ټرمپ: د افغانستان له بې پایه جګړې باید خپل پوځیان کور ته راولو

راپورونه

ټرمپ: د افغانستان له بې پایه جګړې باید خپل پوځیان کور ته راولو

234

د امریکا ولسمشر د افغان جګړې د ختمولو او د پوځیانو د ایستلو ژمنه بیا تکرار کړې.
ډونلډ ټرمپ له سي بي ایس سره خبرو کې ویلي، دوی هلته له نولس کلونو شتون لري او ښه جګړي کوي، خو زیاتوي چې هغوی (طالبان) او هر څوک له جګړې ستړي شوي.
ټرمپ ویلي، له دغې بې پایه جګړې باید راووځو او خپل پوځیان امریکا ته راولو.
خو ټرمپ دا هم ویلي چې افغانستان به له استخباراتي پلوه ټینګ وڅاري.
ټرمپ د ټاکنو پر مهال د افغان جګړې د پای ته رسولو ژمنه کړې وه او دغه ژمنه یې د ټاکنو له ګټلو وروسته څو ځله تکرار کړې.
د همدې موخې له پاره زلمی خلیلزاد د افغان سولې له پاره ځانګړی استازی ګومارل شوی دی.



اعلان