د روسیې د بحري پوځ نوې وسله دښمن ړوندوي

راپورونه

د روسیې د بحري پوځ نوې وسله دښمن ړوندوي

821

د روسیې بحري پوځ ته داسې نوې وسله ورکړل شوې چې کولای شي د دښمن هدف ویشته (نښه) خطا کړي.

ار ټي په خپل رپوټ کې وايي چې د 5P-42 Filin په نوم وسله دښمن د لږ وخت له پاره ړندوي.

دا وسله یو ډول دود (لوګی) جوړوي چې د دښمن د سترګو نظر خرابوي او بیا نه شي کولای چې ټاکلی هدف وویني.

له فعالولو وړاندې روسي پوځ دغه وسله په بریالیتوب سره ازمایلې ده. ځینو کسانو ویلي چې سترګو هېڅ نه لیدل او ځینو نورو بیا ویلي چې توپ (بال) ته ورته یو څه يې لیدل.



اعلان