مسکو غونډه؛ اتمر وايي هلته به د جمهوري نظام او ملي ارګانونو څخه دفاع وکړم

افغانستان

مسکو غونډه؛ اتمر وايي هلته به د جمهوري نظام او ملي ارګانونو څخه دفاع وکړم

368

راتلونکې سه شنبه د روسیې پلازمېنې مسکو کې د طالب استازو او افغان سیاستوالو غونډه جوړېږي.

غونډې ته افغان حکومت نه دی بللی شوی. روسیې ویلي، افغان حکومت یې ځکه نه دی بللی، څو غونډه کې د طالبانو ګډون باوري کړي.

تمه کېږي چې غونډه کې به پخوانی ولسمشر حامد کرزی، د حزب وحدت ګوند مشر محمد محقق، د بلخ پخوانی والي او د جمعیت ګوند اجراییه رییس عطا محمد نور هم ګډون وکړي.

اوس تازه د ملي امنیت پخواني سلاکار حنیف اتمر هم د خپل ګډون خبر ورکړی دی.

اتمر ویلي، دغه غونډه کې ګډون کوي، خو زیاتوي چې هلته به د افغانستان له اسلامي جمهوري نظام، اساسي قانون او ملي ارګانونو څخه دفاع وکړي.

اتمر دغه غونډه د بین الافغاني مذاکرې د پېل له پاره یو مهم ګام بللی دی.

طالبانو هم خپل ګډون تایید کړی. د طالبانو د قطر د دفتر ویاند سهیل شاهین رسنیو ته ویلي چې عباس ستانکزي په مشرۍ یو پلاوی به یې مسکو ته لاړ شي.



اعلان