غني: که څلوېښت کاله وړاندې تدبیر شوی وای، نو هېواد به سم و

افغانستان

غني: که څلوېښت کاله وړاندې تدبیر شوی وای، نو هېواد به سم و

362

ولسمشر اشرف غني د پوځ یوې غونډې ته په وینا کې ویلي، مار خوړلی له رسۍ وېرېږي، خو موږ نه له رسۍ وېرېږو او نه له ماره، ځکه موږ عقل لرو او په تدبیر مخته ځو او هغه څه کوو چې د وطن عزت په کې خوندي وي.
د ولسمشر ویاند هارون چخانسوري د ولسمشر له قوله لیکلي، که څلوېښت کاله وړاندې تدبیر وو، نو هېواد به بحران او ګډوډۍ ته نه تللو.
ولسمشر زیاته کړې، پخوانۍ تېرونې به تکرار نه شي.
ولسمشر وړاندې هم یوې غونډې ته په وینا کې د سولې پروسه کې د تدبیر کارولو خبره کړې وه او ویلي یې وو چې د نوییمو کلونو تجربه باید تکرار نه شي.
د طالبانو او امریکایانو تر منځ د سولې خبرې شوي، خو ویل کېږي چې د حکومت او امریکایانو تر منځ یو لړ اختلافات شته دي.



اعلان