پاکستان د اقتصاد پياوړي کولو له پاره چین ته خره صادروي

راپورونه

پاکستان د اقتصاد پياوړي کولو له پاره چین ته خره صادروي

710

پاکستان د خپل اقتصاد د پياوړي کولو له پاره چین ته خره استوي. ګلف نیوز لیکلي چې پاکستان به له دې لارې میلیونونه ډالر ترلاسه کړي.

د پښتونخوا د څارویو ادارې یو چارواکي دغه خبر تایید کړی دی.

په نړیواله کچه پاکستان د خره د شمېر له مخې درېيم او چین لومړی هېواد دی.

چارواکي ویلي، د دې له پاره چې د خرو صادرات ډېر شي، نو د خرو ساتلو له پاره باید فارمونه جوړ شي. وروستیو چې د پنجاب لاهور کې یو مرکز جوړ شوی دی.

چارواکي ویلي، پلان دادی چې لومړیو دریو کلونو کې چین ته اتیا زره خره صادر شي.



اعلان