طالبان: د امریکایانو له وتلو وروسته اسلامي نظام جوړوو

افغانستان

طالبان: د امریکایانو له وتلو وروسته اسلامي نظام جوړوو

1471

طالبانو ویلي، د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ له افغانستان څخه د پوځیانو ایستلو کې جدي دی.
طالب ویاند ذبیح الله مجاهد ای ایف پي ته په یوه وټسپ پېغام کې ویلي چې لومړۍ موخه یې د بهرنیو پوځیانو ایستل دي او دویمه یې د اسلامي نظام جوړول دي.
مجاهد زیاته کړې، دوی به دغسې یو نظام له بېلابېلو سیاسي اړخونو سره د خبرو له لارې جوړ کړي، که دغه اړخ ان تر اوسه د امریکایانو تر چتر لاندې هم وو.
د مجاهد په وینا، ټول افغانان به دغه نظام کې ګډونوال وي.
مجاهد ویلي، د دوی نظام به شورایي وي او مسلمان علماء به یې پرېکړې کوي. نوموړي ویلي، دوی سل سلنه د دغسې نظام جوړولو ته هیله مند دي.
د ښځو د حقونو په اړه یې ویلي چې هڅه به وکړي، څو ښځینه زده کړو او کار له پاره ورته خوندي چاپېریال جوړ کړي.
مجاهد زیاته کړې، دوی د ښځینه وو د زده کړو مخالف نه دي.



اعلان