ټرمپ: افغان جګړه باندې هر کال میلیاردونه ډالر لګوو، باید پای ته ورسېږي

افغانستان

ټرمپ: افغان جګړه باندې هر کال میلیاردونه ډالر لګوو، باید پای ته ورسېږي

458

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ویلي، د سوریې او افغانستان جګړې ورته په میراث رسېدلي.
نوموړي په خپل ټوېټر لیکلي، ما د خپل کمپاین په اوږدو کې په جدي ډول ویلي وو چې دا جګړې باید پای ته ورسېږي.
هغه زیاته کړې، موږ افغانستان کې هر کال پنځوس میلیارده ډالر لګښت کوو.
هغه ویلي، موږ له اتلس کلونو وروسته اوس د سولې خبرې کوو.
ټرمپ نورو هېوادونو کې د امریکایي جګړو مخالف دی او فکر کوي چې جګړو د امریکا اقتصاد ته زیان رسولی او رسوي یې.
ټرمپ په همدې خاطر له سوریې پوځیان وباسي او د افغان جګړې د ختمولو له پاره یې زلمي خلیلزاد ګومارلی دی.



اعلان