پاکستانی مفتي قوي په یوې سندرغاړې پېسې وروي

راپورونه

پاکستانی مفتي قوي په یوې سندرغاړې پېسې وروي

470

مشهور خو له تضادونو ډک پاکستانی مفتي عبدالقوي په یوې ویډیو کې لیدل کېږي چې واده کې یوې سندرغاړې ته ناست دی او پرې پېسې شیندي.
مفتي قوي موده وړاندې هغه وخت مشهور شو یوې بلې ماډلې قندیل بلوچ سره یې تصویر او ویډیو نشر شول.
قندیل بلوچ وروسته د خپل ورور له لوري د عزت په نوم ووژل شوه.
مفتي قوي هم په دغه قضیه کط تورن بلل کېږي.
ټرېبیون لیکلي، مفتي قوي چې وړاندې د واکمن تحریک انصاف ګوند غړی و، په سویلي پنجاب کې یې د تحریک انصاف د یوه سیاستوال د واده په مراسمو کې ګډون کړی و.
ټولنیزو شبکو کې خپرو شویو ویډیوګانو کې لیدل کېږي چې مفتي قوي سندرغاړې ته په لومړي کتار کې ناست دی اړ بیا یو ځای په سندرغاړې پېسې شیندي.
د نوموړي ویډیوګانې په ټولنیزو شبکو کې ډېرې لاس په لاس شوي دي.



اعلان