"چین د اویغور مسلمانانو ان خوراک، څښاک او خصوصي کړنې څاري"

راپورونه

422

یوسف امات چینایي اویغور مسلمان دی چې اوس ترکیه کې اوسېږی. دی وایي چې چینایي چارواکو جاسوسۍ کولو ته اړ کړم او په ۲۰۱۲ کې مې جاسوسي پېل کړه.
یوسف الجزیرې ته ویلي، جاسوسي یې ځکه پېل کړه چې مور یې چارواکو نیولې او ځورولې وه. نوموړی زیاتوي، چارواکو ورته ګواښ کړی که جاسوسي و نه کړي، نو مور به یې بندي وساتي.
یوسف وایي، کله چې یې خپله مور ولیده، نو زړه یې درد وکړ.
دی وایي، زما دنده چارواکو ته مالومات ورکول وو.
"د خلکو د هرې کړنې په اړه مې رپوټونه ورکول، دوی څه خوري، څښي، کورونو کې څه کوي، د ملګرو او خپلوانو په اړه مې مالومات شریکول."
یوسف د چین له لوري د مسلمانانو له پاره جوړو شویو کمپونو کې هم وخت تېر کړی. نوموړي د دغو زندان ته ورته کمپونو دردوونکی تصویر وړاندې کړی.
یوسف د هغو ښځو تصویر هم وړاندې کړی چې کمپونو کې چینایي چارواکو وهلې-ټکولې.
دی وایي، هغه څه چې نه یې شي هېرولای هغه د بندیانو وینه ده چې په ځمکه، دېوالونو او هر ځای پرته وه.
د بشري حقونو بېلابېلو سازمانونو چین کې د مذهبي لږه کیو د ژوند او د چارواکو په چلند اندېښنې څرګندې کړي، خو چین یې نه مني.
اویغور لږه کي په ژینجیانګ ایالت کې اوسېږي چې ویل کېږي زیاتره بندیزونه پرې لګېدلې دي.



اعلان