روسیه کې د ولسمشر غني د سیاسي مخالفینو او طالبانو غونډه جوړېږي

افغانستان

روسیه کې د ولسمشر غني د سیاسي مخالفینو او طالبانو غونډه جوړېږي

607

تمه ده چې راتلونکې سه شنبه به روسیه کې د ولسمشر اشرف غني د سیاسي مخالفینو او وسله والو طالبانو غونډه جوړه شي.
رویټرز لیکلي چې افغان حکومت دغې غونډې ته ځکه نه دی بلل شوی، څو غونډه کې د طالبانو ګډون یقیني شي.
طالبان وایي، افغان حکومت سره خبرې نه کوو.
روسي او طالب چارواکو د غونډې جوړېدل تایید کړي.
طالب ویاند سهیل شاهین ویلي چې دوه ورځینۍ غونډې ته به یې د قطر د دفتر د مشر محمد عباس ستانکزي په مشرۍ یو پلاوی ورشي.
په کور دننه د بلخ پخوانی والي عطا محمد نور، د حزب وحدت ګوند مشر محمد محقق او د اوبو او برېښنا پخوانی وزیر اسماعیل خان د ولسمشر غني سخت منتقدین بلل کېږي.
دا څووم ځل دی چې طالبان روسیې ته ځي.
موده وړاندې د طالبانو د سیاسي دفتر یو پلاوی مسکو ته تللی و چې په هغې غونډه کې د سیمې ځینو هېوادونو هم ګډون کړی و.



اعلان