خلیلزاد: د دې وخت دی چې افغانان د خپلو ټپونو درملنه پېل کړي

افغانستان

خلیلزاد: د دې وخت دی چې افغانان د خپلو ټپونو درملنه پېل کړي

257

د افغان سولې له پاره د امریکا ځانګړي استازي پر خپل ټوېټر حساب د افغان سولې پروسې په اړه نوې خبرې لیکلي دي.
نوموړي لیکلي له افغانستانه د بهرنیو پوځونو د وتلو او ترهګرۍ ضد مبارزې په اړه مهم پرمختګونه شوي، خو د دې مانا دا نه ده چې کار پای ته رسېدلی دی.
خلیلزاد زیاته کړې، دغه دوه موضوعګانې یې پای ته نه دي رسولي او بین الافغاني مذاکرې او اور بند په اړه لا تر اوسه خبرې پاتې دي.
خلیلزاد ویلي، څلوښت کلنه جګړه په یوې لیدنه حل کولای نه شو.
هغه ویلي، د دې وخت دی چې افغانان د خپلو ټپونو درملنه پېل کړي.
خلیلزاد شاوخوا څلور میاشتې وړاندې د امریکا ځانګړی استازی وګومارل شو څو افغانستان کې د امریکا د تاریخ اوږدې جګړې ته د پای ټکی کېږي او د بهرنیو ځواکونو ایستلو ته زمینه برابره کړي.
خو ویل کېږي چې د خلیلزاد او افغان حکومت تر منځ یو لړ اختلافات شته چې تر ډېره رسنیز شوي نه دي.



اعلان