د افغانستان قادیانی

د پرون کيسه

د افغانستان قادیانی

642

په ۱۸۸۰ م کې د پنجاب د قادیان مرزا غلام احمد د پیغمبر محمد صلی الله علیه وسلم په اړه یو کتاب ” براھین احمدیہ” د دې دعوی سره خپور کړو چې که څوک د دې کتاب پینځمه برخه هم دروغ ثابته کړي نو دی به ورته یو لک روپۍ انعام ورکوي. کتاب ډېر شهرت وموندلو او د کابل مولوي عبدالرحمن میا چې پنجاب ته به ډېر تلو راتلو د دې کتاب یوه کاپي خپل استاد عبد الطیف ته راوړه.
عبدالرحمن په قادیان کې د مرزا غلام احمد سره لیدلي وو چې په خټه برلاس مغل و. دی د انګریز سره سیالکوټ په یو محکمې کې منشي و. غلام احمد د انګریز سره د جهاد مخالفت کوو او څو کاله پرله پسی د کتاب نورې برخې يې هم خپرې کړې. هغه په ۱۸۸۸ م کې اعلان وکړو چې د یو جماعت جوړولو بشارت ورته شوي دی. بل کال ده په لودیانه کې د “جماعت احمدیه” بنسټ کیښودو. د نولسمې پېړۍ ترپاې غلام احمد دعوه وکړه چې هغه پخپله مسیح موعود او مہدی آخرالزمان دی. ډېرو مسلمانانو دا د انګریز سازش وګڼلو چې په اسلام کې يې یوه نوې فرقه جوړه کړه. کابل کې امیرعبد الرحمن ته یو جاسوس خبر ورکړو چې مولوي عبد الرحمن قادیاني شوې و. دی يې ذنداني کړو او هم هلته چا ووژلو.
دده شاګرد د خوست ملا عبدالطیف په ۱۸۵۳ م کې د محمد شریف کره زیږېدلې و. پلاريې زمکه لرله او دی د دینی ذدکړو لپاره د سهارنپور دیوبند دارالعلوم ته هم تللې و. ده ځان د علی هجوېري (ګنج بخش) د ټبر سید په توګه ورپېژندلو او د امیرعبد الرحمن یو باوري مشاور و. د “مورتمر ډیورنډ” سره د پلې په اړه خبرو لپاره سردار شیرین دل خان سره عبد الطیف هم ورغلې و. د امیر له مړینې وروسته حبیب الله خان هم ورته درناوی کوو. په ۱۹۰۲ م په اکتوبر کې عبد الطیف حج ته د تلو اجازه واخیسته. امیر ورله د سفر لپاره ښې ډېرې پېسې ورکړې چې کراچي نه په بېړۍ کې مکې ته لاړ شي. ده سره یو شاګرد احمد نورهم مل و او لاهور ته په رسیدو د مرزا غلام احمد ملاقات ته لاړو. دغه ملاقات دومره اوږد شو چې د کراچي نه د حاجیانو وروستۍ بېړۍ هم ترېنه لاړه. عبد الطیف له حج پاتې شو او په ډاګه يې د غلام احمد په لاس بیعت وکړو.
عبد الطیف چې بېرته لاړو نو د تورخم په پله عسکرو ونیولو او کابل کې امیرحبیب الله خان ته يې حاضر کړو. له ترټلو وروسته امیر ورله خبردارې ورکړو چې که توبه ګار نشو نو سخته سزا به مومي. عبد الطیف ورسره دا نه منل او اوتې بوتې يې ویلې. امیر پرې د لیوني ګومان وکړو. د دې لپاره د هغه او د علماو تر منځ د یو پرانستې بحث تابیا وشوه. د عبد الطیف مخې ته ۹ ملایان کېناستل چې قاضي يې د حبیبیه مکتب مدیر ډاکټرعبد الغنی و. یوې خوا نه به ملایانو په کاغذ خپله پوښتنه ولیکله او عبد الطیف به په خله د هغې جواب ورکړو. هلته حاضرنورخلک نه خبریدل چې په کاغذ څه لیکلي وو. دا هم څرګنده نه شوه چې دغه کاغذونه به امیر حبیب الله خان له نظره تېر شوې وي که نا. په اخره کې ثابته شوه چې عبد الطیف لیونی نه و. امیر حبیب الله خان ورته بیا موقع ورکړه چې د احمدیت نه لاس واخلي، د غلام احمد غندنه دې وکړي ځکه هغه د ختم نبوت نه انکار کوو. خو عبد الطیف دا نه منل او اخر د مرګ په سزا محکوم شو.
په ۱۴ جولای ۱۹۰۳ م عبد الطیف په زولنو کې، یو میدان ته يې بوتلو او د وروستي ځل لپاره ورته د توبې وویل شول. هغه جواب ورکړو، “زه دا زولنۍ او زنځیرونه د خپل پېغمبر محمد صلی الله وعلېه وسلم په ویاړاوړم چې زما لپاره لکه د ګاڼو دي. زه خپل سردارنبی سره یو ځای کیدو ته لیواله یم.” د سنګسار لپاره یوه کنده جوړه شوې وه چې عبد الطیف يې پکې ودرو. لومړۍ تیږه امیر حبیب الله خان ورباندې وویشتله. د ده مړې درې ورځې په هم هغه کندې کې پروت و. وروسته “احمد نور” مړې یوړو، جنازه يې ورله وکړه او په یو پټ ځای کې يې خښ کړو. احمدي یا قادیاني فرقه عبد الطیف خپل لومړی شهید ګڼي او مرزا غلام احمد د ده په اړه یو کتاب ولیکلو. د عبد الطیف دوه زامن سید ابوالحسن او سید محمد طیب لاهور ته لاړل.
د عبد الطیف نه وروسته په افغانستان کې تر ۱۹۵۶ م پورې ۱۰ نور کسان د احمدي کېدو په تور سنګسار شول. په کابل کې محمد سعید جان او محمد عمرجان په ۱۹۱۷ م- سید سلطان احمد او سید حکیم احمد په ۱۹۱۸ م – مولوی نعمت الله خان په ۳۱ اګست ۱۹۲۴ م – مولوی عبد الحلیم او قاری نورعلي په ۵ فروری ۱۹۲۵ م- نامعلوم ځای کې ولی داد خان او د ده زوی په ۱۵ فروری ۱۹۳۹ م او په کابل کې داود جان، حاجي فضل محمد خان او د ده زوی په ۱۹۵۶ م کې د احمدي کېدو په تور ووژل شول.

د لیکوالې له بلاګ څخه په مننې

انځور: د عبد الطیف دوه زامن سید ابوالحسن او سید محمد طیب



اعلان