طالبان: د امریکا له وتلو وروسته نورو افغانانو سره لکه د وروڼو ژوند پېلوو

افغانستان

طالبان: د امریکا له وتلو وروسته نورو افغانانو سره لکه د وروڼو ژوند پېلوو

1237

د طالبانو یو ویاند اسوسییټېډ پرېس ته ویلي، هڅه نه کوو چې افغانستان په یوازې ځان اداره کړو.
د طالبانو د قطر د دفتر ویاند سهیل شاهین په وینا، یو ځل چې له افغانستانه امریکایي پوځیان ووځي، نو طالبان غواړي چې نورو افغانانو سره ژوند وکړي، یو بل وزغمي او لکه د وروڼو په څېر ژوند پېل کړي.
نوموړي زیاته کړې، موږ په داسې افغان شموله نړۍ باور لرو چېرته به چې ټول افغانان ځانونه وویني.
د رسنۍ په باور، دا تر اوسه د طالبانو د پخلاینې پام وړ تبصره ده.
د یادونې وړ ده چې په قطر کې د طالب او امریکایي پلاوو تر منځ له افغانستانه د امریکایي پوځیانو د وتلو پر سر لفظي هوکړه شوې او د فبرورۍ په میاشت کې به ښایي نور پرمختګ هم وشي.



اعلان