ضعیف: سوله مثبت لوري ته روانه ده

افغانستان

ضعیف: سوله مثبت لوري ته روانه ده

694

د پاکستان پلازمېنې اسلام اباد کې د افغانستان پخواني سفیر او پخواني لوړ پوړي طالب چارواکي ملا عبدالسلام ضعیف ویلي، سوله مثبت لوري ته روانه ده.
نوموړي دا خبره په خپلې فېسبوک پاڼې لیکلې. ضعیف دا خبره وروسته له هغه کړې چې د افغان سولې له پاره یې د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره کتلي وو.
ضعیف ویلي چې خلیلزاد ترې د امریکا سفارت کې د لیدنې غوښتنه کړې وه چې ضعیف مناسبه نه وه بللې او بیا یې بهرنیو چارو د وزارت د پخواني مرستیال حکمت خلیل کرزي دفتر غوره ځای بللی و.
له ضعیف سره د طالب واکمنۍ د بهرنیو چارو وزیر وکیل احمد متوکل او افغان سیاستوال جلال الدین شینواری هم ملګري وو.
خلیلزاد د شپږ کسیز امریکایي پلاوي مشري کوله. دواړو لورو دوه ساعته تفصیلي خبرې کړي.
نوموړي لیکلي چې سوله د هر چا په ګټه ده او باید چې د سولې په وړاندې خنډونه لرې شي.
هغه زیاته کړې چې ترخه لهجه باید و نه کارول شي.



اعلان