د نائک په بوټانو د الله نوم

راپورونه

د نائک په بوټانو د الله نوم

403

زرګونو مسلمانانو د بوټانو له مشهور شرکت Nike څخه پوښتي چې ولې داسې بوټان پلوري چې په تلي کې یې په عربي ژبه د الله نوم لیکل شوی دی.
د صایقه نورین په نوم یوې مسلمانې ښځې په لومړي ځل دغه خبر خپور کړ چې بیا زرګونو نورو مسلمانانو ور سره بدرګه کړ.
د رسنیو د رپوټونو له مخې، زرګونو کسانو له نائک شرکت څخه غوښتي چې د بوټانو د پلورلو مخه ونیسي او بازار کې شته بوټان ور وغواړي.
دوی د نائک دغه کړنه سپکاوی او د مسلمانانو او اسلام ته نه درناوی بللی دی.
دغه بوټان Air Max 270 نومېږي. نورین ویلي، پرته له شکه چې دغه بوټان به په پښو کېږې، په خټو او نورو چټلو به لړل کېږي.
په ټوېټر باندې زرګونو کسانو د نائک د دغې کړنې پر ضد غږ پورته کړی دی.



اعلان