لوړ پوړی امریکایي چارواکی: ټرمپ څرګند ویلي چې لومړیتوب مې د افغان جګړې ختمول دي

افغانستان

لوړ پوړی امریکایي چارواکی: ټرمپ څرګند ویلي چې لومړیتوب مې د افغان جګړې ختمول دي

539

د امریکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ ادارې یو لوړ پوړي چارواکي ویلي، ولسمشر ټرمپ څرګنده کړې چې لومړیتوب یې د افغانستان د جګړې ختمول دي.
چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې ولسمشر د جګړې ختمول له داسې هوکړې سره غواړي چې افغانستان به بیا هېڅکله د ترهګرو مرکز نه کېږي چې په امریکا یا بل هېواد برید وکړي.
د رپوټونو پر بنسټ، په قطر کې هم د طالب او امریکایي پلاوي تر منځ په دغو پورته مسلو یو ډول لفظي هوکړه شوې چې ښایي وروسته لاسلیک شي.
د افغان سولې له پاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد له نیویارک ټایمز سره مرکه کې ویلي چې د سولې له پاره په یو چوکاټ هوکړه شوې ده.
ویل کېږي چې د طالب او امریکایي پلاوي تر منځ به راتلونکې ناسته د فبرورۍ میاشتې په ۲۵ وشي.



اعلان