افغانستان د چاه بهار له لارې لومړی ځل هند ته توکي استوي

راپورونه

افغانستان د چاه بهار له لارې لومړی ځل هند ته توکي استوي

752

راتلونکې یو میاشت کې دننه به افغانستان د چاه بهار بندر له لارې په لومړي ځل هند ته توکي واستوي.
هندي فاینینشل ټرېبیون د افغانستان د ټرانسپورټ وزارت د بهرنیو اړیکو د مشر حسنی مبارک عزیزي له قوله لیکلي چې پنځه کانټینره مۍ به له دغې لارې هند ته ولېږل شي.
د چارواکي په وینا، هر کانټینر کې به دوه ویشت ټنه مۍ وي.
دغه لېږنه د نړیوال ټرانزیټ ګمرګي سیستم (ټي ای ار) په واسطه کېږي.
چاه بهار بندر چې په ایران کې دی، د افغانستان، ایران او هند ګډ سوداګریز مرکز دی چې هند په کې پانګونه کړې.
وړاندې له دغې لارې هندي توکي افغانستان ته راوړل شوي دی، خو له افغانستانه به لومړی ځل وي چې هند ته کوم څه لېږل کېږي.



اعلان