"پمپرونو کې زهرجن کیمیاوي مواد موندل شوي"

پام وړ

227

د فرانسې د روغتیا وزارت د ماشومانو په ډایپرز (پمپرونو) کې خطرناک کیمیاوي مواد موندلي دي.
د دغو کیمیاوي موادو نوم ګلای فاسیټ ښودل شوی دی.
د چینل نیوز ایشیا د رپوټ مخې، د فرانسې د روغتیا او چاپېریال وزارتونو پمپر جوړوونکو شرکتونو ته د دغو کیمیاوي موادو د له منځه وړلو له پاره پنځلس ورځې وخت ورکړی دی.
د فرانسې د روغتیا ملي ادارې ویلي چې د دغو موادو شتون یې په ځایي او نړیوالو لابراتوارونو کې ثابت کړي دي.
یادې ادارې ادعا کړې، سره له دې چې ښایي دا کیمیاوي مواد د ماشوم د وژلو لامل نه شي، خو له ګواښ هم خالي نه دي.



اعلان