امریکایي چارواکی: له افغانستانه د پوځ ایستلو ته ژمن یو

افغانستان

امریکایي چارواکی: له افغانستانه د پوځ ایستلو ته ژمن یو

242

یو امریکایي چارواکي رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې دوی له افغانستانه د بهرنیو پوځیانو ایستلو ته ژمن دي.
دغه چارواکی چې نوم یې نه دی ښودلی ویلي یې دي چې قطر کې له طالبانو سره خبرو کې مهم پرمختګ شوی.
دغه امریکایي چارواکي له کابله رویټرز ته ویلي، یقیناً چې موږ په افغانستان کې د دایمي پوځي شتون په هڅه کې نه یو.
نوموړي زیاته کړې، زموږ موخه افغانستان ته سولې راوستو کې مرسته کول دي.
چارواکي ویلي چې له اور بند پرته له افغانستان د پوځیانو وتل نه شته.
د امریکا افغان جګړه چې اوس اتلسم کال ته ننوتې، د امریکا د تاریخ اوږده جګړه ده چې د بهرنیو تر څنګ زرګونه افغان ځواکونه په کې وژل شوي دي.
ولسمشر اشرف غني څو ورځې وړاندې وویل چې یوازې په تېرو څلور نیمو کلونو کې، چې د ده واک موده ده، له پنځه څلوېښت زره ډېر افغان ځواکونه وژل شوي دي.
قطر کې د طالب او امریکایي پلاوي تر منځ له شپږ ورځینو خبرو وروسته اوس د ډېرو شنوونکو تمه پېدا شوې چې ښایي افغان جګړه به نږدې وخت کې پای ته ورسېږي.



اعلان