خلیلزاد: امریکا او طالبانو په عمومي توګه د سولي پر چوکاټ موافقه وکړه

نظر او تحليل

خلیلزاد: امریکا او طالبانو په عمومي توګه د سولي پر چوکاټ موافقه وکړه

493

ورځني سیاسي نوټونه (۳۱۷)

نیویارک ټایمز د جنوري پر ۲۸ لیکي خلیلزاد په یوې مرکې کي وویل د دوحه په خبرو کي امریکا او طالبانو په عمومي توګه د سولي پر چوکاټ باندي موافقه وکړه، او هغه دا چي طالبان به ترورسټانو ته د افغانستان له خاوري څخه د فعالیت اجازه نه ورکوي، او په عوض کي به امریکا خپل ټول عسکر له افغانستان څخه باسي. یو اور بند به اعلامېږي، او طالبان او د افغان حکومت به خبري سره کوي. هغه علاوه کړه،«موږ د یوې معاملې مسوده لرو، او پدې معالې باید کالي واغوستل سي، څو موافقه ترې جوړه سي. طالبانو داسي تعهد وښود چي موږ ئې راضي کړو. موږ دونه د اعتماد احساس وکړ چي باید د دې معاملې پر جزییاتو باندي کار وکړو.»

یو عالي رتبه امریکايي دپلومات وايي طالب هیات د څه وخت غوښتنه وکړه، څو د خپل مشرتابه سره د امریکا پر هغه اصرار باندي سلا مشورې وکړي چي وايي د دې معاملې د نهايي کولو لپاره طالبان باید د افغان له حکومت سره خبري وکړي، او اور بند ومني. هغه وايي موږ طالبانو ته وویل چي ټول مسایل سره «مرتبط» دي، او ګرده معامله یوه بسته یا «پکېج» ده.

نیویارک ټایمز لیکي خلیلزاد د اشرف غني سره وکتل، او غني د دې معاملې د عجلې په اړه خپله اندېښنه وښوده. هغه د شوروي اتحاد وتلو ته اشاره وکړه. که څه هم هله یوه معامله سوې وه، خو افغانستان د داخلي جنګ په لور وخوځېد. غني وویل،«موږ ژر تر ژره سوله غواړو، خو موږ ئې په احتیاط غواړو. ځکه موږ نه غواړو چي د تېرو وختونو اشتباهات بیا تکرار سي.»

ورځپاڼه لیکي که څه هم پدې مذاکراتو کي ملا عبدالغني برادر نېغ په بېغه ښکېل نه وو، خو ټاکل سوې ده چي په راتلونکو مجلسونو کي به شخصا برخه واخلي. د دې خبرو بل پړاو به د فبروري په میاشت کي پیل سي.

نیویارک ټایمز لیکي د امریکا د نظامیانو وتل به هله شروع سي چي یو دایمي اور بند اعلام سي، او طالبان د افغان حکومت سره خبرو ته کښېني. خو طالبانو مدام د همدې دوو مسایلو په اړه مقاومت کړی دئ، او په قطر کي طالب چارواکو خلیلزاد ته ویلي ول چي هغوی باید پر دې موضوع باندي د خپلو مشرانو سره خبري وکړي.‌ دا چي طالبانو د همدې مسایلو په اړه د وخت او سلا مشورو غوښتنه کړې ده، دا په خپل ذات کي یو مهم انکشاف دئ، ځکه طالبانو مدام لدې کاره انکار کاوه.

نیویارک ټایمز لیکي که څه هم افغان چارواکو د دې معاملې اصلي ټکي منلي دي، خو په افغانانو کي دا اندېښنه موجوده ده چي هغوی بای پاس سوي دي. د اشرف غني یو مشاور وايي چي غني واقعا اندېښمن دئ چي امریکایان او طالبان به یوې داسي موافقې ته سره ورسېږي چي هغه به پکي برخه و نه لري، او د انتخاباتو پرته به د یوه موقتي حکومت نظریه پکي نغښتې وي.

خلیلزاد وايي،«هلته داسي رپوټونه خپاره سوي دي چي ګواکي موږ پر موقتي حکومت باندي خبري کړي دي: نه، ما پر دې موضوع باندي خبري نه دي کړي. که څه هم طالبانو غوښتل چي زما سره پدې باب خبري وکړي، خو ما پدې هکله خبري ورسره نه دي کړي.»



اعلان