ولسمشر غني لومړی وار د بهرنيو بمبارۍ د زغملو وړ ونه بللی

افغانستان

ولسمشر غني لومړی وار د بهرنيو بمبارۍ د زغملو وړ ونه بللی

736

ولسمشر اشرف غني احمدزي ويلي دي چې هېڅ افغان په افغانستان کې د امريکايي او بهرنيو پوځونو په حضور نه دی راځي، بلکې دا د يوه مجبوريت پر اساس دي.
ولسمشر غني دغه څرګندونې د يوه ويډيويي پيغام له لارې کړې دي چې څو شېبې وړاندې د ارګ له لورې خپره شوې. هغه ويلي دي چې په افغانستان کې د امريکايي سرتېرو وجود هېڅ افغان ته د منلو وړ نه دی، خو دا د يوه مجبوريت پر اساس دی.
ولسمشر غني زياته کړې ده چې د بهرنيو ځواکونو له لورې هوايي بمبارۍ او ځمکني بمونه د زغملو وړ نه دي. 
هغه د سولې د خبرو په اړه ويلي دي چې بايد په وارخطايۍ ونه شي او افغانان په کې دخيل وي. غني ويلي دي چې د ډاکټر نجيب د وخت کړنه بايد تکرار نه شي. هغه زياته کړې چې ډاکټر نجيب ته ملګرو ملتونو تضمين ورکړی و، خو چې څه وشول، موږ ټول ترې خبر يو.
ولسمشر د خبرو په پای کې وايي چې طالبان له دې پرته چې يا حکومت سره يو ځای شي او يا د نورو د ګټو له پاره وجنګېږي، بله لار نه لري.



اعلان