پاکستان او د افغانستان د سولې بهیر

نظر او تحليل

پاکستان او د افغانستان د سولې بهیر

429

یو تاثر د یو شمیر ملګرو لخوا دا تیرو دوه ورځو کې ورکول کیږي چې ګوندې پاکستان طالبان د مذاکرې میز ته د راوستلو په بدل کې ۱۲ ملیارده ډالر واخیستل. زه فکر کوم دا سم تاثر او ښه کار نه دې او ناحقه پاکستان ته د روانې سولې کریډټ ورکول شاید هم د سولې ټول بهیر ته تاون ورسوي. دا خبره د دې دپاره هم د شک وړ ده چې د پاکستان مطبوعات او سیاسي شنونکي دغه خبرې ته له پرونه هوا ورکوي او په کور دننه او نړیوالو مطبوعاتو کې ورته د پوښښ ګټلو هڅه کوي.

اوس به راشم چې ولې پاکستان ته سعودي او اماراتو مرسته ورکړه. سعودي عرب د پاکستان له حکومته د یمن په جګړه کې د امنیتي پوښښ ورکولو دپاره نظامي ځواک غوښتې وو. د پاکستان پارلمان دغه غوښتنه رد کړه او وې ویل چې مونږ باید د سعودي او ایران جګړه کې بیطرفه پاتې شو. خو صرف نظر د پارلمان له پریکړې، د پاکستان پوځ ۱۰۰۰ کسه عسکر د یمن او سعودي په پوله د امنیت ساتلو په موخه سعودي ته ولیږل. همدا راز، پاکستان د افغان سولې مذاکرات له قطر څخه د راویستلو خدمت هم وکړ او تیره میاشت په ابوظهبۍ کې د طالبانو او خلیلزاد ترمنځ ناسته د همدې خدمت برخه وه چې ورپسې د جدې غونډه هم پلان شوې وه خو طالبانو په هغې کې له ګډون انکار وکړ. خبره بیرته قطر ته لاړه او دا راز دویم خدمت پوره ترسره نه شو.

بې له شکه چې درې میاشتې دمخه د خلیلزاد او ولسمشر غني ترمنځ د مسایلو په اړه د نظر د یو والي د نشتون له کبله د سولې بهیر د پاکستان غیږې ته ولوید. پاکستان دا اوس هم هڅه کوي چې د افغانستان د روغې جوړې پروسه په خپله ګټه را وڅرخوي چې شاید هم دا بحث چې ګوندې طالبان غواړي دا ضمانت ولري چې د افغانستان خاوره به د پاکستان ضد نه کارول کیږي د پاکستان لخوا را منځ ته شوې وي. دا خبره ځکه کوم چې که امریکا له افغانستان څخه وځي (چې د طالب اساسي غوښتنه ده) نو بیا د افغانستان خاورې کاریدلو بحث د امریکا سره مطرح کولو ته اړتیا څه ده؟ همداسې د عافیه صدیقي خبره در واخلئ!

راځئ په مسایلو لږ مکث وکړو او بیا بحث، که نه خدای ناخواسته په لوی لاس به بهیر پاکستان ته، کم تر کمه د مطبوعاتو تر حده، په لاس کې ورکړو.



اعلان