پاکستان افغانانو ته د ۱۰۰۰ سکالرشپو اعلان وکړ

راپورونه

پاکستان افغانانو ته د ۱۰۰۰ سکالرشپو اعلان وکړ

540

د پاکستان دولت افغانانو ته د ۱۰۰۰ سکالرشپونو (بورسونو) د ورکړې اعلان کړی.
د ایکسپریس نیوز د رپوټ له مخې، دغه اعلان کابل کې د پاکستان سفیر زاهد نصرالله کړی دی.
دغه سکالرشپونه به روان زیږدي کال په لیسانس، ماستری او دوکتورا کې په بېلابېلو څانګو کې افغان زده کوونکو ته ورکړل شي.
رسنۍ وایي، پاکستان له ۲۰۰۷ راهیسې تر اوسه ۳۸۰۰ افغانانو ته سکالرشپونه ورکړي دي.
پاکستان محصلینو ته د یو پر ځای اوس د دوه کلونو د تحصیلي ویزې د ورکړې اعلان هم کړی.



اعلان