د پاکستان پوځ: په نهه سوه کیلومتره کرښه اغزن تار لګول شوی، پاتې روان کال بشپړیږي

افغانستان

د پاکستان پوځ: په نهه سوه کیلومتره کرښه اغزن تار لګول شوی، پاتې روان کال بشپړیږي

197

د پاکستان پوځ ویلي، د ډیورنډ کرښې په نهه سوه کیلومتره برخه یې د اغزن تار لګول بشپړ کړي دي.
د پوځ ویاند اصف غفور شمالي وزیرستان کې خبریالانو ته ویلي چې په پاتې کرښه به روان زیږدي کال کې د اغزن تار لګول بشپړ شي.
ډیورنډ کرښه چې افغانستان یې د دوه هېوادونو تر منځ د رسمي پولې په توګه نه پېژني، ټول اوږدوالی یې شاوخوا ۲۶۰۰ کیلومتره دی چې له دې څخه ۱۲۰۰ د خېبرپښتونخوا او پاتې یې بلوچستان کې ده.
غفور له جیو نیوز سره خبرو کې ویلي چې اغزن تار لګولو ترهګرو ته له کرښې تېرېدل ستونزمن کړي دي.
د کرښې په اوږدو کې ځای ځای پوځي پوستې هم جوړې شوې دي.
په ځینو سیمو، لکه پکتیا او کندهار کې، ځایي خلکو وخت ناوخت د اغزن تار مخالفت کړی او غورځولی یې دی.



اعلان