طالبانو هرات کې پنځه دېرش بندي افغان نظامیان خوشې کړي

افغانستان

طالبانو هرات کې پنځه دېرش بندي افغان نظامیان خوشې کړي

809

د طالبانو له لوري په یو خپاره شوي بیان کې ویل شوي چې په لویدیځ هرات ولایت کې یې پنځه دېرش بندي افغان نظامي کسان خوشې کړي دي.
بیان وایي چې دوی د ترحم، خواخوږۍ او مهربانۍ له مخې خوشې شوي دي.
د بیان له مخې، دغه کسان په بېلابېلو سیمو او جګړو کې نیول شوي وو.
طالبانو وړاندې هم د ځینو مناسبتونو پر مهال له دوی سره بندي افغان نظامیان خوشې کړي، خو امنیتي لیکو ته د بیا نه ورتګ تضمین ترې اخیستل کېده.
ویل کېږي چې اوس هم طالبانو سره ګڼ شمېر افغان نظامیان بندیان دي.



اعلان