پاکستان د کانکور لومړیو پنځو کسانو ته د طب سکالرشپ ورکوي

راپورونه

پاکستان د کانکور لومړیو پنځو کسانو ته د طب سکالرشپ ورکوي

526

کابل کې د پاکستان سفارت په یوه بیان کې ویلي چې د افغانستان د کانکور په ازموینه کې لومړیو پنځو لوړ مقام اخیستونکو ته به بشپړ سکالرشپ ورکړي.
د سفارت په رسمي ټوېتر حساب خپاره شوي بیان کې ویل شوي چې دا سکالرشپونه د طب په برخه کې ورکول کېږي.
د بیان له مخې، د دغو سکالرشپونو غوښتنه ولسمشر اشرف غني د پاکستان له لومړي وزیر عمران خان څخه کړې وه.
وروستیو کې د افغانستان او پاکستان تر منځ د اړیکو پخوانۍ ترینګلتیا هم راکښته شوې ده.



اعلان